اې وطنه ګران وطن
ښکلی ګلستان وطن
دا مو د خاپوړو کور
دی جنت نشان وطن
ښه باغ او باغچې لري
رنګ په رنګ میوې لري
ښار د قندهار زموږ
پېغلې پښتنې لري
ښګلي ننګرهار ته ځم
ګل د نارنج ښار ته ځم
بیا به د سپرلي موسم
د ښکلو دیدار ته ځم
غرونو کې زمریان لري
جنی اټن چیان لري
خلکو د پکتیا سیمه
ښه ښایسته ځوانان لری
لوړ نام او نشان زموږ
دا د اسیا بام زموږ
څومره لوړ شهرت لري
لعل د بدخشان زموږ
دروند په زیارتونو دی
ځای د طاعتونو دی
دا د غزنویانو کور
زړه د تاریخونو دی
لاړ به شو مزار ته بیا
د روضي دیدار ته بیا
سوال به د ایمان وکړو
د الله دربار ته بیا
دا مو د قومو کلى
دا مو د دودو کلی
لوړعالي کلتور لري
دا مو د نیکو کلی
لوړ په تول جهان دی
دا کور د افغان دی
دا مو د پلرو کلی
دا افغانستان دی