داد خاورو خړ کورونه په مونږ ګران دي
د وطن سپيره ډاګونه په مونږ ګران دي
که غليم يې هر څو لوټ کړې رڼاګانې
دا زخمي زخمي تور غرونه په مونږ ګران دي

 

-------------------------------------------


له حرا نه چې کوم نور په ځليدو شو
تر يورپ او افريقې په خوريدو شو
محمد (ص)د سولې امن پيغام راوړ
بربريت او ظلم زور په ډوبيدو شو

 

-----------------------------------

 

په غم مې ژاړي د اسمان وړانګې
ماتې د زړه مې شولې ګلڅانګې
دي جنازې مې د ارمانونو
رقيب مې لوټ کړې د هيلو پانګ