د تورو سترګو زورور سړي ته لار ونيسي
په نه خبره مسافر سړي ته لار ونيسي
كله نا كله د سړي په مخ كې خنډ شي هغه
كله رقيب هم لكه غر سړي ته لار ونيسي
چې يې له درده په زړه ښخې كړي حسرت منګولې
هلته د مينې پيغمبر سړي ته لار ونيسي
ټول خلك فام كوي چې زړونه يې په واك كي وي خو
اكثر د زړونو سوداګر سړي ته لار ونيسي
19.05.2008
- سيد شاه سقيم
درهم دینار اشرفۍ اخلي عقیده ماتوي
دنفس وږي دباطن ښکلې اینه ماتوي
وعده یې کړې خدایه څنګه به پوره کړي وعده؟
دنن سبا ښکلي خو دغه سلسله ماتوي
ورته به لاره ستړې ستړې منزل لېري ښکاري ...
20.05.2008
- سيد شاه سقيم
اې وطنه ګران وطنښکلی ګلستان وطندا مو د خاپوړو کوردی جنت نشان وطن
ښه باغ او باغچې لريرنګ په رنګ میوې لريښار د قندهار زموږپېغلې پښتنې لري
ښګلي ننګرهار ته ځمګل د نارنج ښار ته ځمبیا به د سپرلي موسمد ښکلو دیدار ته ځم
غرونو کې زمریان لريجنی اټن چیان لريخ...