چا وران کړو دا وطن چا ترې لوټ کړې خزانه ده
که خپل که بیګانه ده،که خپل که بیګانه ده
چه خپلې ورانوې بیا د پردو نه څه ګیله ده
ظالمه زمانه ده ، ظالمه زمانه ده
هر چا تر خپله وسه دا وطن کړلو خراب
څوک ناست دي بلډنګو کې په ډالر کوي حساب
څوک پروت دی په خیمه کې له یخنۍ نه شو کباب
هر چا ده غږولې د خپل خوښې ترانه ده
که خپل که بیګانه ده،که خپل که بیګانه ده
په نوم د عدالت  خو خیانت پکی چالان دی
غریب په دې وطن کې د ماړه نس په ارمان دی
دا ملک چاته جنت چاته په مثل د زندان دی
هستی یی رانه لوټ کړه که مو خپل که بیګانه ده
که خپل که بیګانه ده،که خپل که بیګانه ده
خلک لاړه تر کیهانه موږ په خپلو کی جنګېږو
په دې عصرو زمان کی د پردو په ډول ګډېږو
نفاق او تربګنې کې هیڅ مطلب ته نه رسیږو
وطن په نامه یو شئ صرف همدا یوه چاره ده
که خپل که بیګانه ده،که خپل که بیګانه ده
ټینګ عزم افغاني او ورورګلوي مو سعادت دی
وطن ته د با درو هیواد والو ضرورت دی
یووالی اتحاد زمونږه پوهه ده همت دی
وطن به شي اباد که دا مو عزم او اراده ده
که خپل که بیګانه ده،که خپل که بیګانه ده
---------------------------------------------
سمیع الدین افغانی
مهاجرت

 

( که خپل که بیګانه ده،که خپل که بیګانه ده)
 املايي تېروتنه يې په ليكوال پسې اړه لري  .

سقيم