ښه شوو لــــېـــمــــه افغانې ستورې شوه
نه ستورې کله شوه سپوږمۍ شوه هغه
نوربه تنها ورته لــــېـــمــــه نه وايو
دې زمانه کې ملالۍ شوه هغه
..............................................
رحمت په داسې کورنۍ شي بياهم
چې خپله پېغله يې سپوږمۍ کړه هغوی
موږ ته اوس ښايي پېرزوينې د دوی
چې بيا روښانه زموږ نړۍ کړه هغوی
............................................
که دوی لــــېـــمــــه اوس واده کړي وای نو
هلته به اوس يوه ډيوه وای هغه
له نيکه مرغه اوس سپوږمۍ شوه زموږ
که نه د يوۀ کور پلوشه وای هغه
..............................................
نړيوال ټول ورنه مننه کوي
چې افغاني اواز دي بيا پورته کړ
خو ته يوازې د افغان غږ نه يې
تا د مظلومو اواز بيا پورته کړ
..........................................
د زرغونې انا کيسه اورمه
خو شهامت د تا پخپله ګورم
افرين سل ځلې په تا باندې وي
تا نه ريښتنې غږ ستاخپله اورم
........................................
ماته دي هم دغه همت را کړی
چې شال له مخه مې زه لرې کړمه
نور به له مخه مې ونه شرمېږم
نور به زندان نه ځان مې لرې کړمه
..........................................
نور به خپل حق هيڅ چا ته زه ور نه کړم
تر مرګه ځان څخه دفاع کومه
خو که څوک ځان مې رانه واخلي بياهم
له افغانيت سره وفا کومه