زړه کې چې مغروره او کاکه یمه
داسې معلومېږي چې ساده یمه

دلته په پردي وطن کې ژوند کووم
هر څه خپلوم ځان بېګانه یمه

ګوري راته تل دوی په پردي نظر
هسې زه د څو ورځو مېلمه یمه