تيارو كې ځان عادت كړئ د يوې لارې ملګرو
منزل ته دسپوږمۍ پر لاره تله خو به تل نه وي


اوبو ته چې ځې غلې تر پلو لاندې را ګوره
هر ګام كې تيندكونه پرېواته خو به تل نه وي


يو وخت خو به يوازې شې ظالمه څه دي وكړل ؟
دا خلك درسره پنځوس شپېته خو به تل نه وي


دا ستا په څېر ډېر ښكلي به ترې ګېر چاپېره كښيني
مين ته د سپېرو شونډو كاته خو به تل نه وي


اې شيخه ځوانيمرګه نن مي پرېږده لمونځ قضا شو
سحر راپاڅېده په لمر خاته خو به تل نه وي