ورځ مي له غاړې شي چې شپه له غاړې واړومه
زوړ غم تازه شي چې تازه له غاړې واړومه
زلفې كړۍ سترګې ګولۍ شونډې غوټۍ د جانان
خدايه ! زه كومه واقعه له غاړې واړومه
د نړۍ خلكو دا احسان راسره كړى دى تل
وسله را لېږي چې وسله له غاړې واړومه
پرون ويلي وو څو ښكليو نور هنر ته نه ځو
ځمه چې دغه فيصله له غاړې واړومه
هنره وخت را رسېدلى دى د حج د ويصال
غواړم چې دغه فريضه له غاړې واړومه
20.03.2008
- سيد شاه سقيم
...
20.03.2008
- سيد شاه سقيم
تيارو كې ځان عادت كړئ د يوې لارې ملګرو منزل ته دسپوږمۍ پر لاره تله خو به تل نه وي
اوبو ته چې ځې غلې تر پلو لاندې را ګورههر ګام كې تيندكونه پرېواته خو به تل نه وي
يو وخت خو به يوازې شې ظالمه څه دي وكړل ؟دا خلك درسره پنځوس شپېته خو به تل نه وي
دا ستا په څېر ډېر ښكلي به ترې ګېر چاپېره كښينيمين ته د سپېرو شونډو كاته خو به تل نه وي...