پسرلی بيا راغی زما په ژوندون
راشه پدې خبره وکړو تړون
يو وارې خپل ماضي ته مخ واړوه
په هسکو ټيټو يې يو ځل وځغله
بيا راشه زړه له کومي دا ومنه
د خپل اميد په قلم دا وليکه
د تيرو دولس مياشتو ټولې خوښۍ
هم يې خوږې ترخې شيبې او مستۍ
هم د خالق حضور ته کړې سجدې
هم مذبذبې شيطاني وسوسې
هم سحر باد او د سبا يادونه
هم د ماښام شفق ته پټ رازونه
هم نيمی شپې د څوارلسمې سپوږمۍ
هم د ليلا په ياد کې سوې سلګۍ
هم هوسونه هم وعدې په ياد کړه
هم دې ګيلې هم دې غصې په ياد کړه
هم د هجران په سفر تللی اشنا
هم د مجنون وصال ته تږې ليلا
هم د خيالونو زانګو وزنګوه
د ويدو شپو پرموښۍ وتخڼوه
بيا د حساب او د کتاب په ميزان
وتله ټول چې دې تير شوي په ځان
که خوشحالۍ خوا دې درنه وخته
نو تبريکي د نوي کال ومنه
او که غمونه زياتيدو باندې شول
چی فکر ونکړې پدې هکله تل
زه به مې ټولې خوښۍ تا ته درکړم
ته خپل غمونه واړه ما ته راکړه
د پسرلي ګل دې په سر وټومبه
هره شيبه د ژوند سره زر وګڼه
زړګی دې پاکه آيينه جوړه کړه
توښه عقبی ته ښايسته جوړه کړه
کامل عمل خبرې کمې ښې دي
پدې دنيا د ګلو کرې ښې دي