د خیال جنت ته راغلې لکه حوره هغه ورځ
زما د زړګي هیله شوه مسروره هغه ورځ


نظر دې په زړو لستوڼو پریوت کبرجنې
په خپل ښایست کې غرقه شوې مغروره هغه ورځ


چې زه دې له خپل خیاله مرور کله شړلی
هنداره درته نه وایې باتوره هغه ورځ


وعده خو داسې نه وي چې جفا یې بدرګه کړي
سپير سری شم، یتیم شم او بې سوره هغه ورځ


د اوښکو د باران سیلاب بهیږي په ګریوان کې
ژړا ته هره سترګه شي مجبوره هغه ورځ


۱۵ مرغومې ۱۳۸۶ مطابق ۵ جنوري ۲۰۰۸

 

د لېمې درنو مينه والو تاسو کولای شئ په پورتنۍ قافيه او رديف باندې  د تبصرو په ځای کې خپلې غزلې وليکئ .
سيد شاه سقيم