زړه يې پړک چوي په تياره کې ، راولاړه
د کېږدۍ په پېڅوله کې راولاړه
پېغلتوب به يې ټپي شي سپينې تلې
د پرهر په بلۍ زړه کې راولاړه
هر نظر ته مې دېوال شې ، تو يه مه شې
مورې اوښکه يې لېمه کې راولاړه
شاعري چې له زړه باسمه سيوا شي
د غنم لشه تالو کې راولاړه
د " لمر " لاس کې ايينه ، ديار دسمال دی
لمر له غرونو لاړ لا، وره کې راولاړه
06.01.2008
- سيد شاه سقيم
د خیال جنت ته راغلې لکه حوره هغه ورځزما د زړګي هیله شوه مسروره هغه ورځ
نظر دې په زړو لستوڼو پریوت کبرجنېپه خپل ښایست کې غرقه شوې مغروره هغه ورځ
چې زه دې له خپل خیاله مرور کله شړلیهنداره درته نه وایې باتوره هغه ورځ
وعده خو داسې نه وي چې جفا یې بدرګه کړيسپير سری شم، یتیم شم او بې سوره هغه ورځ...
09.01.2008
- سيد شاه سقيم
ستا د خمارو تورو، تورو غټو، غټو سترګو
ها زړه راښکونکی انځور
که دي په کار وي بېرته
زما د زړه
د څنګ په جېب کې پروت دی...