راووتې له کوره لکه حوره هغه ورځ
زما د زړګي هيله شوه رنځوره هغه ورځ


چې زما دي پيوندي جامې په تن کې وليدلې
ته څومره په خپل حسن شوې مغروره هغه ورځ

 
چې زه دي وم هېر شوی او له خياله دي وم وتی
ولاړه وې هندارې ته بې نوره هغه ورځ


وعده دې د راتلو راسره وکړه خو را نغلې
ولاړ لکه يتيم ومه مجبوره هغه ورځ


چې ستا په ياد کې اوښکه ځنې توی نه شي حقمله
له درده زما سترګه وي معذوره هغه ورځ