دا مي تقدير دی اوکه بخت په ما ملنډي وهي
زړګيه څه وکړمه وخت په ما ملنډي وهي


زما يې د صبر امتحان تر پايه ورساوو
تر څو به دا د جبر تخت په ما ملنډي وهي

 
مايې غوټۍ اوښکې  په پاکو اننګو ليدلې
کاڼی خو نه دی په زړه سخت په ما ملنډي وهي


بې جنازې او بې لحده چې يم پروت په سحرا
نصرته ! اوس د کفن رخت په ما ملنډي وهي