له ډېره وخته مرور  وو سره
په يو اوبل باندې مو کار نه درلود
پرون ناڅاپه مخامخ شوو سره
زما په لاس کې يې موبايل وليد
اول څپو دحيرت ډوبه کړله
بيا يې نمبرو غوښتو
په رېږدېدلو شونډو
وای زه بيا زنګ دروهم
ما چې نمبر ورکول
زړه مي ټوپونه وهل
کله چې نيمه شپه شوه
د ټليفون شرنګی شو
ما چې اوکې کړ بټن
هغه يو بل چا وو ميسکال راکړی