دادډېوړند په زور تپلې کرښه
دا د پښتون تر زړه وتلې کرښه
دا ورور له وروره بېلولای نشي
دا پښتنه مینه ویشلاې نشي
داد انګریز د نفاقونو لومه
دا د پنجاب د پلانونو لومه
چي یو وجود غوندي سړي بېلوي
څوک په غلجي او دراني بېلوي
زما په کور کي چي دا اور بلیږي
زما یتمان چي کور په کور ژړیږي
زما پر سر چي دا بمونه اوري
زما جنازې چي لور په لور ي دورومي
څوک مي په نوم د ترهګر یادوي
څوک مي بې علمه ټول ټبر یادوي
څوک مي ویاړونه حماسې ورانوي
څوک مي د پلار نیکه شملې ورانوي
د ټولو جړ دی دا بدنامه کرښه
راځئ چي پاکه کړو تمامه کرښه
یو به کړو واړه لر او بر پښتانه
چي شي راټول پر یو ټغر پښتانه
25.12.2007
- سيد شاه سقيم
مينه اسانه ده خو سخته ده ساتنه د زړه
نن سبا څوك كوي په ښه توګه پالنه د زړه
مونږ كليوال يو ساده خلك په دې نه پوهېږو
ته راته ووايه چې څنګه وي راوړنه د زړه
لكه بغلان به شې په خپلو وينو رنګ دلبره
په تا به وشي څه وخت وروسته يوه چاودنه د زړه
بې له انګاره ورته ناست دي په هر كلي كې اوس
دغه بې درده په چشمانو...
31.12.2007
- سيد شاه سقيم
له ډېره وخته مرور وو سره په يو اوبل باندې مو کار نه درلودپرون ناڅاپه مخامخ شوو سرهزما په لاس کې يې موبايل وليداول څپو دحيرت ډوبه کړلهبيا يې نمبرو غوښتوپه رېږدېدلو شونډووای زه بيا زنګ دروهمما چې نمبر ورکولزړه مي ټوپونه وهلکله چې نيمه شپه شوه د ټليفون شرنګی شوما چې اوکې کړ بټنهغه يو بل چا وو ميسکال راکړی...