مينه اسانه ده خو سخته ده ساتنه د زړه
نن سبا څوك كوي په ښه توګه پالنه د زړه
مونږ كليوال يو ساده خلك په دې نه پوهېږو
ته راته ووايه چې څنګه وي راوړنه د زړه
لكه بغلان به شې په خپلو وينو رنګ دلبره
په تا به وشي څه وخت وروسته يوه چاودنه د زړه
بې له انګاره ورته ناست دي په هر كلي كې اوس
دغه بې درده په چشمانو كې داغنه د زړه
ما د جانان په مخ كې ولېدې چې څه دي ويل
د مينې لافې هر ځاى مه وهه ډارنه د زړه
په ټوكو ټوكو مي "حقمله " درنه يووړ څنګه
ما دي كوله له پخوا څخه څارنه د زړه
23.12.2007
- سيد شاه سقيم
ته مي تاریخ ته مي فرهنګ ته مي ایمان غوڅوې ته مي په شوم هوډ لراو بر افغانستان غوڅوې
بلايې واخلم ته وا څه د ژوندو لؤ خو نه دئ چي لور په لور زموږ د کلي انسانان غوڅوې
پرون دي زما پلونه ، بندونه ،فابریکې ویشتلې نن په بمو مي د ښونځیو ماشومان غوڅوې
چي دي د اصله د غیرت اوبه څښلي نه دي وایه په کومه توره دا دجنګ میدان غوڅوې
زما مي پنځه زره کلن تاریخ د کاڼي کرښه ته ددو ورځو ماشوم ولي په ما ځان غوڅوې
لږ خو را وړاندي شه غلمیه ! په ښکاره می...
26.12.2007
- سيد شاه سقيم
دادډېوړند په زور تپلې کرښه دا د پښتون تر زړه وتلې کرښه دا ورور له وروره بېلولای نشي دا پښتنه مینه ویشلاې نشي داد انګریز د نفاقونو لومه دا د پنجاب د پلانونو لومه چي یو وجود غوندي سړي بېلوي څوک په غلجي او دراني بېلوي زما په کور کي چي دا اور بلیږي زما یتمان چي کور په کور ژړیږي زما پر سر چي دا بمونه اوري زما جنازې چي لور په لور ي دورومي څوک مي په نوم د ترهګر یادوي څوک مي بې علمه ټول ټبر یادوي څوک مي ویاړونه ح...