ته مي تاریخ ته مي فرهنګ ته مي ایمان غوڅوې
ته مي په شوم هوډ لراو بر افغانستان غوڅوې
بلايې واخلم ته وا څه د ژوندو لؤ خو نه دئ
چي لور په لور زموږ د کلي انسانان غوڅوې
پرون دي زما پلونه ، بندونه ،فابریکې ویشتلې
نن په بمو مي د ښونځیو ماشومان غوڅوې
چي دي د اصله د غیرت اوبه څښلي نه دي
وایه په کومه توره دا دجنګ میدان غوڅوې
زما مي پنځه زره کلن تاریخ د کاڼي کرښه
ته ددو ورځو ماشوم ولي په ما ځان غوڅوې
لږ خو را وړاندي شه غلمیه ! په ښکاره میدان ته
بیابه پخپله خپلي پښې په دې ارمان غوڅوې
مامي پښتون عزم ته کړې د پلرو کېسه ده
ګورم چي څنګه ته لما پښتونستان غوڅوې
22.12.2007
- سيد شاه سقيم
لکه شبنم چې نرۍ پاڼې د ګلاب وخوړې .د ګوتو څوکې مي تارونو د رباب وخوړې .د بېلتانه قاصده کله د بخښلو يې تهپه سورکو شونډو دي موسکاوې د شباب وخوړې ته چې ساغر په کاڼو ولې در ندانو شېخه لکه چې ستا ګناوې هم دچا ثواب وخوړې زمونږ دوينې مينې داړو يوه کيسه وه پکې چاز مونږ څو زرينې کرښې د کتاب وخوړې داباسين غاړې سپېرې شوې سرحدي پښتونه ستا دشنو ونو پاڼې کوم خانه خراب وخوړې دښاپېرو بنګړي تورخم کې په کوتکو مات شول ډېرې تنکۍ ځوانۍ جېلونو دپنجاب وخوړې...
25.12.2007
- سيد شاه سقيم
مينه اسانه ده خو سخته ده ساتنه د زړه
نن سبا څوك كوي په ښه توګه پالنه د زړه
مونږ كليوال يو ساده خلك په دې نه پوهېږو
ته راته ووايه چې څنګه وي راوړنه د زړه
لكه بغلان به شې په خپلو وينو رنګ دلبره
په تا به وشي څه وخت وروسته يوه چاودنه د زړه
بې له انګاره ورته ناست دي په هر كلي كې اوس
دغه بې درده په چشمانو...