د عبدالحي مطمئين يوه غزل
د ګوتو څوکې مي تارونو د رباب وخوړې .
د بېلتانه قاصده کله د بخښلو يې ته
په سورکو شونډو دي موسکاوې د شباب وخوړې
ته چې ساغر په کاڼو ولې در ندانو شېخه
لکه چې ستا ګناوې هم دچا ثواب وخوړې
زمونږ دوينې مينې داړو يوه کيسه وه پکې
چاز مونږ څو زرينې کرښې د کتاب وخوړې
داباسين غاړې سپېرې شوې سرحدي پښتونه
ستا دشنو ونو پاڼې کوم خانه خراب وخوړې
دښاپېرو بنګړي تورخم کې په کوتکو مات شول
ډېرې تنکۍ ځوانۍ جېلونو دپنجاب وخوړې
يادي ې لره هېر به مي نه شي تور لېنګيه اشنا
زمونږ د تن غوښې خو تا په ستر قصاب وخوړې
مصرۍ د ي ګونګې غږ دي ورک دی مطمئينه ياره
ښکاري چې ته هم د حالاتو اضطراب وخوړې