دغه ټول کال هوسېدو چې د زلمي واده دی
د شل کلن ښکلي غښتلي ګلالي واده دی
دده دښې ځوانۍ صفت په مجلسو کې کېده
شمار يي دکلي په باتورو شازلمو کې کېده
پلاريې افت ځان ته باله مايې بلا اخيسته
په جار قربان به خويندو نوم د خپل لالا اخيسته
انا بې هره ورځ ومخته سپېلني دودول
نيکه يې هره ورځ دمونه د مظر پر چوکل
داولس خلکو چې به وليد ښاپېری يې باله
له ارمونو را وتلی ګلالی يې باله
*******
موږ نازېدو چې زموږ کاله ته ګلبشره راځي
د خپل اولس د ښايستو پېغلو افسره راځي
هغه راځي چې يې مقدم ته د ګل بوټي خاندي
چې ګام پر کښېږدي له خوښۍ د صحرا لوټي خاندي
هغه راځي له ښايستې ښاپېرۍ شرمېږي
چې درناوي ته يې د قد،سروي په ملا کږېږي
هغه راځي چې خماري سترګې کبلي اېلوي
تشه مسا يې ګلالي غوندې زمري اېلوي
چې ناز ادا يې د رستم د تمکين لنډي وهي
چې ومخ ښکل يې دګلاب په ګل ملنډې وهي
چې يې د سترګو اړول په زړونولوبي کوي
چې يوه ګنجه د تندي يې د عشق سوبې کوي
*******
هغه وخت راغی نويلي په کلي و ګرزېدې
دخوشحلۍ دريې دزوم په کور کې ودرزېدې
غوټۍ د هيلو دښاديو شمال وسپړلې
دمراد غونچې خوشخبري د ويصال وسپړلې
ښځو رنګيني جامې واغوستې ځانونې جوړ کړل
غولي او خوني پرې ښايسته سوې ارمونې جوړکړل
تاسي به وې چې ارمونه را مات سوي دې نن
دښاپېريو روزۍ دلته برات سوي دي نن
تاسي به وې ښځي د ښکل مسابقې ته راغلې
دحسن مستي قافلې دناز دېرې ته راغلې
چې سرو لاسو د مستو پيغلو به دريې وهلې
په چاپېريال يې ښاپېرو دشوق دورې وهلې
په سپين مړوند کې سرو بنګړو په سيالۍ شور لګاوو
دړۍ د زلفو په کاونډ کې په زړه اور لګاوو
چې امېلو به په ايشلو کې ټالونه وهل
تاسي به وې چې د جنت حورو سازونه وهل
مستي سندرې د ويصال په غوږو ښې لګېدې
خيالي مېرمني په مثال د ښاپېرو نڅېدې
*******
بهر ششنی وو د اسونو شهسواران دېره وو
له لېرو کلو څخه راغلي مست ځوانان دېره وو
د ډاله غږ ته د زلميو اتڼونه کېدل
ځوانانو څڼوڼي غورځولې، غورځنګونه کېدل
دمست اتڼ دشوق نارې لېرو درو ته تللې
دخندا ګانو ازانګې دغرو سرو ته تللې
چې به چکچکو د ښاديو هنګامه توده کړه
چې سندرغاړو به د ميني ترانې پيل کړې
عشق به زړو کې دځوانانو زلزلې پيل کړې
دشپېلۍ غږ به دغمونو ګرېوانونه څېرل
درباب غږ به د خواشينيو تومارونه څيرل
دقدرشپه وه تښتېدلې زموږ له کلي تيارې
وشا وخوا ته لګېدلې په لس ګونو ډېوې
*******
پاڼه دبخت ناڅاپه واوښته بدله سوله
دزوم پګړۍ د ناوې شال د غم کمبله سوله
د امريکا د دوپنځوس بي بمبارۍ پيل سوې
ښادي سوه غم د ژوندونو تباهۍ پيل سوې
د بشر دوسته طيارې راغلې په نيمه شپه کې
دواده کلی کربلا سوه په يوه شېبه کې
دمړو لاښونه په هوا کې پروازونه کول
له بدنونو اروا ګانو فرارونه کول
د بم له خړز سره چاپېره پر کلا لمبه سوه
فروس جنت په يوه دم کې ددوزخ شېله سوه
ښکلې بشرې چې ورېتېدې پرې پرښتو ژړله
مستي ځوانۍ خاورې کېدې پرې ښاپېرو ژړله
وا دا ليدله چې دسرو وينو ولې بهېږي
ما دا ليده چې په کلا کې مو لمبې بلېږي
ما وليدل د ورېتېدونکو سوې پږې خلکو
ما وليدلې د ټپيانو سوې کرېږې خلکو
ما لوڅي پوڅي وليدې دسوو لوو دلته
ما اورېدلې غلبلې د کړم سوو دلته
ما اورېدې د غم راګني د ستر ما تم په راګ کې
له اوږو غورځېدل سرونه رغړېدل په ډاګ کې
آ قاتلانو د بشر د ازادۍ لوټمارو!
د خپل قوت په نشه مستو، مدني خونخوارو
*******
دمکوټ سوي لولپه ګلالي مور يمه زه
خوله مې ژوندۍ ده نوره سوې ستاسي اور يمه زه
پښې مي بمونو ستاسي يوړې نوره پاته يمه
دبشر دوستو په ګوليو پر ملا ماته يمه
تاسي چې حق د بشر غوښت شرموښان ولي سولاست؟
دخوار ضعيف وينو ته تږي لېوان ولي سولاست ؟
*******
دخدای پر پار خلکو ما يوسئ د سرو کوټې ته
د ماتو پښو غوڅو لاسو څيري نسو کوټې ته
دلته ټپ سوي زما بې بختي د کاله غړي دي
هلته پراته زما دزامنو د مېړه مړي دي
هلته زما لوڼې دبمونو په لمبو کې سوځي
ټپي دوستان مړه مېلمانه په سرو اورو کې سوځي
امريکايانو! دا مي لاس د درخانۍ لمسۍ دی
بشردوستانو دا مي لاښ د غرڅنۍ لمسۍ دی
د ګلبشري د واده د شال ټوټې دغه دي
دګلالي دپګړۍ سوې نښانې دغه دي
دا ککرۍ چې کړوپه سوې يې ښايسته کوپړه ده
اتل نومېږي زما بدبختي دزړګي ټوټه ده
ها مي دلوڼو بدنونه دي کلې يې نسته
دا مي سرونه د زامنو دي تنې يې نسته
دا مي هم لور ده چې کوټې يې دي شاخې کوټلی
دا مي مېړه دی چې يې نس دی خمپارې څيرلی
دا مي وراره دی مخ يې سته خو نيمه خوله يې نسته
نيمه سينه يې ده الوتې نيمی زړه يې نسته
دغه سرې پښې او سره لاسونه زموږ د ناوې بولم
دغه لمبو سوې تنه د ښکلې داوې بولم
دغه زېګروی چې اورېده سي دچا زګېروی دی؟
ګمان مي کېږي دا دناوې داکا زګېروی دی
دا ځيځيرلی د سينې سندخ د چا دی خلکو؟
داسي ښکارېږي د ګلبختې دماما دی خلکو
دغه تنه چې په سرو وينو کې لت پت پرته ده
زما دنامرادو اولادونو سکنۍ عمه ده
وۍ دامي خور ده چېټي ګان يې اور سوځلي دي حيف
سترګې يې غبرګې له کاسو بم را ايستلې دي حيف
په دې سرونو کې دا سر د ګلالۍ ښکارېږي
باور لرمه چې بې حوري په ځوانۍ نازېږي
دجنت ښکلي بې په سرو وينو خالونه وهي
غلمان بې مخي ته په وياړ سره ډولونه وهي
مخ ته يې حوري د کوثر ساړه جامونه ايږدي
ښايسته ملکي يې تر ګام لاندې ګلونه ايږدي
دا ماتې پښې د خان دزوی ښايسته نور ګل ښکارېږي
که يې مور پاتي وي ژوندۍ ژوند به پر وغمېږي
چتونه ګړوب سول ښې ځوانۍ تر خاورو لاندې سولې
د بابولالو ازانګې د پاتا ساندي سولې
هغه د مستو مستو پيغلو دلربا ايشلې
دزکندن په لوڅو پوڅو کړې بمو بدلې
دادورېتو غوښو بوټۍ چې شا او خوا پرتې دي
دا زموږ د ګرانو نازولو د بدن ټوټې دي
برندې ځوانۍ چې د دښمن بمو نامرادې کړلې
د دېراوت ډېرې کوړمې ظلم بربادې کړلې
دا يتيمان دا يسيران چې نن بوغاري وهي
په سرو خاوري بادوي کوکې چغاري وهي
په ژړا وايي موږ خو مېندي موږ پلرونه غواړو
موږ پېرزويني، موږ رحمونه، موږ نازونه غواړو
نن د پوښتني هيڅوک نه لرو حيران پاتي يو
غمخوار مو نسته لويه خدايه پر ميدان پاتي يو
خدايه ته څنګه رحيم خدای يی پر موږ نه رحمېږې
دزورورو ظاليمانو پر پله درېږې
خدايه موږ هم ستا بندګان يو تاته هيلي لرو
ګمان کوم چې ستا د عدل ورحم يسيلي لرو
موږ بې له تا بله اسره بله پناه نه لرو
وسلې مو نسته، پيسې نه لرو، سپاه نه لرو
پر دې نا ترسو ستا د خښم سلسلې راولې
د برباديو، تباهيو زلزلې راولې
ددوۍ احوال تر موږ بد تر کړې منتقمه خدايه
ملک يې تر موږ زېر او زبر کاندې حکيمه خدايه
پر فرعونانو دخپل قهر صاعقه واچوې
د اهريمنو له لاسو د شر وسله واچوې
سپينه ماڼۍ پس له دې بولئ ظلمات عالمه!
پر موږ يې جوړ پر دې دنيا کړ عرصات عالمه