يو څه ستړياوي
يوڅه شپه وي کوچنۍ
نه په ګرمۍ
نه په غوماسو خبر
نه په کلا کې
د خپل سپي په غفا
خاص لکه مړی
يم بې غمه ويده
د سحار خواوي چې زه
يو داسي خوب ووينم
چې يو سړی وي
يو بار خر ورسره
د پوري کلي له باغو راووزي
راځي !
سيده راسي زموږ کلي ته
دجومات شاته چې خر وتړي نو
ماته راياد شي
دکشمشو
او خورما منجاری
چې ترجنګ وړاندي به يې
په هره مياشت کې يوځل
زموږ محلت ته پرخره
توري خورما
او ژړ کشمش راوړلو
زه هم هلک يم
زړه مي وار و نکړي
د جوات شاته ولاړ
دمول وهلي سړي خواته ورسم
زه يې ګڼم
ها پخوانی
هغه زموږ خپل منجاری
دی هغه نه وي
وي کوم بل منجاری
دژړ کشمش تورو خورماو پر ځاي
يې وي زموږ کلي ته
پر خره بمان راوړي .
05.12.2007
- سيد شاه سقيم
يه داسمان دبري څنډې ستوريه
يه د ښايست او دښکلا ملکې
يه دمينو دجانان هيندارې !
يه دلار ورکو دمنزل رهنما
تا خو به هر وخت داسمان لمن کې
خپلې ليلا ته ستر ګکونه وهل
تا به له تورو زلفو لاندې ورته
په سپين تندي باندې خالونه وهل
مين به هم دشومه دم په وخت کې
ستا په طرف سترګې در واړولې
ستا په تندي کې به يې وليد جانان
چې يې په دښته کډي واړولې
په ورکو لارو سرګردانه کاروان
ته به هم تا د منزل...
05.12.2007
- سيد شاه سقيم
لكه په سر با ندې چې ولونه د پټكي تا وېږي دا سي مي زړه څخه غمونه د لالي تا وېږي د پښتنو پېغلو په شا ن چې په زيا رت طوا ف كړي څو تا ندې هيلي مي په شپه كې په زړګي تا ويږي چې توري زلفي دي په سرو اننګو تا ورا تاو شي وا يم ښا مار دى چې په بېړه تر غمي تا وېږي څو پېغلي هيلي مي د خيا ل په كعبه دا سي څرخي لكه له ټپ څخه چې څړيكې د ټپي تا وېږي شي به د او ښكو له بارا ن سره برېښنا ژوندون مي د وربل ورېځ چې په اسما ن دي دتندي تا وېږي دا سي مي رنګ بد لوي ژوند په دې ړندو خل...