يه داسمان دبري څنډې ستوريه
يه د ښايست او دښکلا ملکې
يه دمينو دجانان هيندارې !
يه دلار ورکو دمنزل رهنما
تا خو به هر وخت داسمان لمن کې
خپلې ليلا ته ستر ګکونه وهل
تا به له تورو زلفو لاندې ورته
په سپين تندي باندې خالونه وهل
مين به هم دشومه دم په وخت کې
ستا په طرف سترګې در واړولې
ستا په تندي کې به يې وليد جانان
چې يې په دښته کډي واړولې
په ورکو لارو سرګردانه کاروان
ته به هم تا د منزل څرک لګاوو
په نيمه شپه کې به هم تا زاهد ته
د فرښتو داذان غږ رساوو
يه داسمان دبري څنډې ستوريه
يه د ښايست او دښکلا ملکې
يه دمينو دجانان هيندارې!
يه دلار ورکو دمنزل رهنما
دا کوم ظالم درته په مخ باندې نن
دايرو ډکه لپه وپاشله ؟
دچا دهيلو قافله پر نيمه
لاره کې چا د منزل ولوټله؟
26.11.2007
- سيد شاه سقيم
زه دقسمت په وېرونکې شپه کې
دزړه د پراخې هديرې په غېږ کې
د يو شهيد ارمان دقبر تر څنګ
ديوې غمجنې خاطرې په خوا کې
په يوه سره څيره دزړه دوينو
دځوانيمرګې هيلي زنه تړم
په پتارۍ کې دنيمګړې مينې
ورکووم غسل دلېمو په زم زم
بيا يې رانغاړم په يو سور کفن کې
جوړ له ورېښمو دپردېسو هيلو...
05.12.2007
- سيد شاه سقيم
يو څه ستړياوي يوڅه شپه وي کوچنۍ نه په ګرمۍ نه په غوماسو خبر نه په کلا کې د خپل سپي په غفا خاص لکه مړی يم بې غمه ويده د سحار خواوي چې زه يو داسي خوب ووينم چې يو سړی وي يو بار خر ورسره د پوري کلي له باغو راووزي راځي ! سيده راسي زموږ کلي ته دجومات شاته چې خر وتړي نو ماته راياد شي دکشمشو او خورما منجاری چې ترجنګ وړاندي به يې&n...