چې پۀ دې کلى کښې به کله مجلسونه کېدل
د دوې ځوانۍ د ښائستونو صفتونه کېدل

بېګا مې بىا جانانه سترګه رپېده ټوله شپه
لکه چې بىاپۀ ما اؤ تا باندې بحثونه کېدل

ستا د کرم د اسمان وريځې مې هم وليدلې
چرته چې للمه نۀ وه هلته بارانونه کېدل

دتا د چم د خلقو ژبې وې د تورو پۀ شان
لکه سرونه به پۀ زړونو ګزارونه کېدل

ستا پۀ سينه موندلے خط هرچا ثبوت منلو
دتا نه پس دتا پۀ سپين کردار شکونه کېدل

شائد نن ځکه ستا دکلي خلق نژدې نۀ راتلل
زما د سترګونه د مينې ګناهونه کېدل

شپې د هجران به اوس پۀ ويښه تېروو ګوهره
شپې د وصال چې وې زما اؤ ستا خوبونه کېدل