د روان کال د اپريل دمياشتې په نولسمه نيټه د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د بیلا بیلو اسلامي هيوادونو د خپل کولتور ننداره وړاندې کوله، دنړيوال پوهنتون د افغانانو د اتحاديې يا ټولنې مشر ښاغلي منګل راته څو ورځې وړاندې زنګ ووهلو، چې بايد په ټاکلې نيټه ارو مرو ورشم همداسې مو وکړل له پيښور نه زه او ګران ملګری عمادالدين دوران دواړه ورغلو.
عجبه داده، چې په دې کولتوري نندارتون کې چې د نړۍ د بېلابېلو اسلامي هيوادونو محصلينو ګډون پکې کړی و، لکه سوډان، تايي لينډ، پاکستان،انډونيزيا، افغانستان، سعودي عرب، مصر، ايران، چين او نور د هر هيواد وګړو کوښښ کولو، چې خپل کولتو، عنعنات، دود دوستور، جامه، پيزار او نور خلکو ته نندارې ته وړاندې کړي او د ښې کارکردګي په پای کې لومړۍ ډالۍ تر لاسه کړي. له ښه مرغه چې سږکال هم افغانانو ته دنورو تيرو ډيرو کلونو په څير دا وياړ په برخه شو، بايد ووايم چې په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د افغانانو يوه خپلواکه اتحاديه ده، چې کال په کال نوې ټاکنې کيږي او د هغې له مخې پکې نوی رييس ټاکل کيږي، سږ دا دا وياړ د ښاغلي ګل الرحمان منګل په رياست کې تر لاسه شو، مونږ چې ولیدل ټولو افغان زدکړيالو په ډيرې مينې سره دا زيار او ستړې ګاللې چې د نورو کلونو په څير سږکال هم دا نندارتون دوی په لومړي مقام سره وګټي او همداسې وشول، د سعودي او افغانستان سفيرانو په ډير دقت سره له نندارتون نه ليدنه وکړه، افغانانو انديښنه ښوده چې د سعودي سفير خپله پله کې کاڼي زيات ونکړي او د دوی حق تلفي ونکړي، خو ښه وه هغه د چا خبره حق په حقدارو سپارل شوی و.
د ټولنې ملګرو مونږ ميلمانه ښه ونازولو، ښې چکرې يې په اسلام اباد کې راکړې، فيصل جومات ته يي بوتلو، د دامن کوه په نوم يوه غره ته يي د سيل لپاره وخيژولو، ښې ميلمستیاوې راته وکړې، ماسخوتن مي مشاعره هم وکړه. په دريمه ورځ زه او ګران دوران ترې بيرته پيښور ته راستانه شوو، په لاره کې دوران صاحب وويل چې راځه في البديه مشاعر ه کوو، ما هم ورسره ومنله، په موټر کې مو دا يو څو مات ګوډ شعرونه سره وليکل، له تاسو سره يي هم شريکوم:
چې دې نه وينم ارمانه زوروره
زندګي شي راته ګرانه زوروره دوران
ته د خپل حسن له زوره څه خبر يې
زورور يې له پاچا نه زوروره حيران
د جهان د زورورو پروا نه کړم
زه ډاريږمه له تانه زوروره دوران
زړه دې حق و، زړه مې خپله درته درکړو
نور نو څه غواړې له مانه زوروره حيران
ښه ده ما او تا په خوله سره وران نه شوو
ښه ده خلاص شوو له ګناه نه زوروره دوران
په خالي کتو مي مرګ نه شم بښلی
ګناه کيږي له انسانه زوروره حيران
يو د سترګو په کونجو کې راکتل و
نور مې څه غوښتي له تانه زوروره دوران
د مظلوم اوښکې شيبې د باران نه دي
کاڼي اوري له آسمانه زوروره حيران
د کینې دولت مو نشته دی غريب يو
محبت لرو پريمانه زوروره دوران
تغزل دې له غزل څخه وريږي
بس منمه دې حيرانه زوروره حيران
ستا د سر خيرونه غواړو، مونږ نيولې
لپې ډکې له دعانه زوروره دوران
په اوبو کې توره وګوره کږه وي
ظلم ښه نه دی ناځوانه زوروره حيران
ما او تا خو د يوه وجود حصې يو
مرور يې له خپل ځانه زوروره دوران
د ليمو غمزې دې ولې پاتې راغلې
ستمونه دي پريمانه زوروره حيران
هسې نه چې لاره ورکه کړې حيران شې
مخکې مه ځه له کاروانه زوروره دوران
ته پيدا نه وې په روح دې زه مين وم
ان لا ډير وړاندې له ځانه زوروره حيران
بې تصميمه سترګې ستا خواته دراوړي
بې قصوره يم جانانه زوروره دوران
د بوډۍ په ټال کې دواړه سره زانګو
وروستو راشه له بارانه زوروره حيران
غزالان درته حيرت وهلي ګوري
څه بلا کوې دورانه زوروره دوران
زنکدن دی په رضا مې خولګۍ واخله
نه چې لاړ شې بې ايمانه زوروره حيران
اوس مې حق کيږي چې سپينه خولګۍ راکړې
درته راغلم له پکتيا نه زوروره. حيران