لوڅي پښي ګریوان شکیدلی یوانسان دی
نه یې پیژنم خوځوي دیوافغان دی
داشوکاری خرین مخ ته یې څی ګوري
دی په ګیډه وږی ناست غم یې دځان دی
چاودي پوندي ان دلاس زخمونه یې ښکاري
غم لړلی جنګ وهلی پریشان دی
خپل وطن کې بی وطنه مهاجرشو
دژوند پیټی یې په لاس کې اوس حیران دی
چا ته خلاصه کړی دغم غوټه ای خلکو
کوڼ او ړوند ته په ژړا هم په فغان دی
دواړه سترګي یې له اوښکو ډکي پکي
دی دحق خبري کاندی په ایمان دی
نه به وچې شي دا اوښکي ددي سترګو
ترهغوڅی دجګړې دلته مکان دی