پهـرېدار اوسئ دکلـيـو دښـارونو
چا بارود دلته راوړي پۀ بارونو
تېرکړل ټول دتوروشپوبلاله ستوني
چابه زېري چې راوړل دسحارونو
قلمونه پۀ رښتياليکلو ګونګ دي
ترجيحات نور دي دښار داخبارونو
دخوشال دمعيار ګزکه پسې راوړو
ډېر سرونه نۀ دي وړ د دستارونو
نورخوهرسړي تېرۀ خنجرپۀ لاس دے
اؤ يو زۀ کوم ګنډل د پرهارونو
مونږ د ځان نۀ ؤ ګوهره خوپۀ ځان ؤ
څۀ خاموش تېرشو موسم د بهارونو
12.03.2011
- محمدحنيف حيران
په محفل کې بل دی اور، ستا د حسن لور په لورمګر شته داسې وګړي ګرمي نه احساسوي
دی د ټکنډ اوړي زور، مزدوران دي د لاهورستا د وصل خوب دي وړي ګرمي نه احساسوي
ستا د ظلم ګرم لمر، دی له هر حالت بهترد دوزخ د لمبو ستړي ګرمي نه احساسوي
په دې ورځ کې د محشر، ستا په غیږ کې بختورتا پرې ګڼ سیو...
26.03.2011
- محمدحنيف حيران
ما مې د زړه په بڼ کېخپلو غمونو ته يو ټال جوړ کړىزما غمونه د ماشوم په رنګهڅومره ضدي غوندې ديڅومره جدي غوندې ديهره لحظه چې رانه ټال غواړيبس زنګېدل غواړيپرې لوبېدل غواړيما ځانته کار کتلىاوس خلاصېدى کله شمد خلاصېدو مې دا يوه لاره دهچې د زړه بڼ مې په کنډر بدل کړمچې دغه داغ نور په پرهر بدل کړمددې ټالونو له وريښمين پړي نهځانته زيندۍ جوړه کړمځانته...