په محفل کې بل دی اور، ستا د حسن لور په لور
مګر شته داسې وګړي ګرمي نه احساسوي

دی د ټکنډ اوړي زور، مزدوران دي د لاهور
ستا د وصل خوب دي وړي ګرمي نه احساسوي

ستا د ظلم ګرم لمر، دی له هر حالت بهتر
د دوزخ د لمبو ستړي ګرمي نه احساسوي

په دې ورځ کې د محشر، ستا په غیږ کې بختور
تا پرې ګڼ سیوري دي کړي، ګرمي نه احساسوي