ما مې د زړه په بڼ کې
خپلو غمونو ته يو ټال جوړ کړى
زما غمونه د ماشوم په رنګه
څومره ضدي غوندې دي
څومره جدي غوندې دي
هره لحظه چې رانه ټال غواړي
بس زنګېدل غواړي
پرې لوبېدل غواړي
ما ځانته کار کتلى
اوس خلاصېدى کله شم
د خلاصېدو مې دا يوه لاره ده
چې د زړه بڼ مې په کنډر بدل کړم
چې دغه داغ نور په پرهر بدل کړم
ددې ټالونو له وريښمين پړي نه
ځانته زيندۍ جوړه کړم
ځانته رسۍ جوړه کړم.
26.03.2011
- محمدحنيف حيران
پهـرېدار اوسئ دکلـيـو دښـارونو
چا بارود دلته راوړي پۀ بارونو...
02.04.2011
- محمدحنيف حيران
چې پهء ګلونوکښې مې ذکر دګلاب کړ ېدیملګر يو ما د انتخاب نه انتخاب کړ ېدی مونږ زيات له دې نه د اظهار جرآت کولی نه ءشومونږ تل په سترګو کښې يؤ بل ته سوال ځواب کړ ېدیزهء ښهء خبر ومه دنيا د محبت پهء انجامخو ما پهء ځان باندې پهء خپله دا عذاب کړ ېدیدا سې خو نا! چې دې وطن پهء وينو سور سالو شيهو دا منم چې ما هم غږ د انقلاب کړ ېدیاوس يؤ او بل ته پهء تحفه کښې څوک ګلاب نهء لې...