نشوم د هیڅ شي له ژونده ووتــــم
زه خو اوس بیخي له ژونده ووتـم
نوره بس نو عقل هم زمـــــا څخـه
کړي خدای پاماني له ژونــده ووتم
پری میږدئ ملګرو او ما مه پوښتئ
هرڅنګه چې وي له ژونـــــده ووتم
کړی زما مغرور جانـــــان چی يې

وشي تسلي له ژونـــــــــــــده ووتم
خاورې د قدم یې ښـــــــکلوم صابر
اوس نو واقعي لــــــــه ژونده ووتم

عصمت الله صابر پکتیا پوهنتون
۱۳۸۹/۱۱/۱