څه موده وړاندې چې جلال ظالم زه، هلال، قرار او نور ملګري خفه کړي وو، نو يوه داسې شپه هم راغله، چې د ياهو کانفرنس له لارې مو سره بيا جوړه وکړه، يوه عجبه شپه وه، ډيره له درده ډکه وه، خواږه مينان چې د هر يوه په زړه کې بلا بلا کیسې او ګيلې وې، يو بل ته مو کولې، د هر ملګري په سترګو کې د خوښۍ اوښکې رغړيدې او مونږ د يوبل ښه درک کولو. د روغې جوړې په پای کې مو يوه في البديه مشاعره هم وکړه، چې له تاسې سره يې شريکوم.
کلونه وروسته راترغاړي وتې
کلونه وروسته مې خوږې شوې سترګې
جلاله ستا او د هلال د لاسه
ما ویل که نورې مې ړندې شوې سترګې
حيران
ما له تمام عالمه لاس واخیسته
زما په تا باندې خوږې شوې سترګې
چې د هلال او حیران زړه ته تیر شوم
له خوشالی مې تکې سرې شوې سترګې
جلال
له بدو سترګو په امان کې اوسئ
د کلي خلکو درپسې شوې سترګو
حيران
لکه چې بیا یې زړګی مرګ ته کیږي
هغه دی بیا یې ګورئ مړې شویې سترګې
جلال
لمن راونيسه درونه لويږي
له ډیر خماره مي درنې شوې سترګې
حيران
خدای خبر ولې یې باڼه پریوتل
مخ چې زما او د هغې شوې سترګې
جلال
زلفې دارونه شول ټالونه وهي
او ړنګې بنګې میکدې شوې سترګې
جلال
په تاپسې مې سترګې وتې وې چور
ستا په ليدو مې بيا راشنې شوې سترګې
حيران
د چا معصوم د زړګي درد مې درک کړ
د چا په او ښکو میې لمدې شوې سترګې
جلال
ښه ده دويم ځل مې چې زړه درنکړو
ښه ده چې زړه ته مې پردې شوې سترګې
حيران
لکه جنډې په شهیدانو کږې
داسې مې تا پسې کږې شوې سترګې
جلال
خوښه دې څنګه مې چې زړه ته راځې
درته مې دواړه دروازې شوې سترګې
حيران
په مړو كتو په زړه كي لاري كوي
لكه چړې تيرې تيرې شوې ستر ګي
هلال
ستا د بيلتون شوګير يي ډیر کړي و
له شوګيرو ستړې ويدې شوې سترګې
حيران
د چا د مړو سترګو تاثير و لکه
په سمه لار رانه کږې شوې سترګې
بختیار ساحل