ښکلي دي سرور کوي،په حسن خپل غرور کوي
مړه مړه چې کاته کوي ، بڼو باندې ترور کوي
مینه  ورکوو آرینه  او  مینه  ترېنه غواړو
خو دا دلبران  راسره  کارونه  د تربور  کوي

ته يې چې نه اخلې او ما درته ګل نيولی دی
مالومېږي  چې  جانانه  یار دې بل نيولی دی
دومره  کبر غرور مه  کړه د آرین  دلبره
ښکلي څه کم نه دي خدای پرې ګرد کابل نیولی دی