د خوار افغان  وجود په درد باندې څوک نه درديږي
مرمۍ هر وختې پرې وريږي کابل  زړه مې وژني
د تورو زلفو ښامارانو سره لوبې کړمه
چې راته وګوري اشنا قاتل باڼه  مې وژني
واورې وريږي د پکتيا غرونه يې ټول وپوښل
همدرده خدای لپاره غيږ راکه ساړه مې وژني
««««««««««««««««««
له مودو نه ارمانجن ستا د ديدن يم
د بيلتون په د شتو ورک په بل وطن يم
که پردي راسره بد کړي پروا نشته
خپله ياره ډیر له تانه ګيله من يم
ستا د حسن کيسې ستورو ته کومه
ورته ناست په کټ کې ځکه ماسخوتن یم
له دشمن نه مې حرام که سترګه سوځي
زه پښتون خدای پيدا کړی غيرتمن يم
د دنيا له آفتونو په امان يم
زه همدرد د مور دعا ته حاجتمن يم