دلته دې خلكو نور څه زده
ماتول يې تش د زړه زده

په هغه دې كړى وار دى
چې له چا دې كړل ويشته زده


ته كه كركه كې ماهر يې
ما د مينې مضمون ښه زده

په وړه كيسه خپه شم
دغه خوئ مې له هغه زده

ياره څومره ډېر دې زده دي
ما مهران خو دومره نه زده
نېټه : ۱۳۸۹۱۲۵
يادونه : د خوشال بابا دې غزل نه په الهام د ګلونو قدر چا زده _ د بلبل يا د بورا زده