زه چې تا ته ملامت شم ته پر حق یې
زه چې تا ته شم پر حقه، نو ته پړ شې
بس د شنه ژمي اسمان یې بې باوره
کله شین شې، کله تور شې کله خړ شې
                  ٪٪٪
کله عقل شې، چې مونږ درباندې بر یو
کله زړه غوندې، چې ته راباندې زور شې
زه که اور شمه لمبه شمه هم ته به
په نرمۍ لکه اوبه را باندې زور شې
                  ٪٪٪
ستا په څنګ کې یو لښکر د رڼو اوښکو
زه انسان څه چې یزدان هم ورته مات دی
همدغسې چې ستا اوښکي دي راماتې
همدغسې زما ایمان هم ورته مات دی
                  ٪٪٪
ما به وبښې، زما خفګان له ځانه
داسې کېږي چې خفه وي ځان له ځانه؟
ته چې خپله پخلا کېږي، ته خو ښه یې
خوشبويي خو ورکوي ریحان له ځانه
                  ٪٪٪
ستا غرور خو د ګلاب سړي غرور دی
څه د کاڼي د اغزي غرور خو نه دی
ستا په اوښکو به تالان ولې ګډېږي
څه میراث نه یې، خدای مکړه، چور خو نه دی
                  ٪٪٪
موږ خو واړه ماشومان یو، ماشومان خو
چې خفه شي بیا خوشال شي بیا خفه شي
که له خپل ملګري څوک نه خفه کېږي
نو ته ووایه آخر له چا خفه شي
                  ٪٪٪
اوس ته ووایه که تل سره خوشال یو
خوشالي به څومره څومره تکراري شي
بې پایانه آرامي ګوره پخپله
د انسان لپاره لویه بیماري شي
                  ٪٪٪
هر څه هرڅه په اضدادو پېژانده شي
وچ تعریف هله پیدا کړي چې لانده شي
توره لیکه شي پر سپین کاغذ څرګنده
سپک هم هله سپک ثابت شي چې درانده
                  ٪٪٪
چې خفه نه وي، نو څنګه به پخلا شي
خفه توب خو بهانه د پخلاتوب ده
بس چې دې د یار شونډې وې بړوسې
بس همدغه نښانه د پخلاتوب ده