خدای خبر چې روغ به شم
زخمونه مې په زړه پراته
ډیر وخت شې چې را نه غلې
ګردونه دې په پله پراته
شپه او ورځ غمونه ستا
بارونه مې په زړه پراته
دا چې در نه خلاص نشوم
لاسونو کې دې څه پراته
دا ځل به مې سم وژنې
ګډوډ دې باڼه پراته
شونډې د خدایی ښکلې
په سترګو د رانجه پراته
زړه کې به یی څوک ګرځی
سوچونه یی په غره پراته
خدا چې زاهد څه غواړی
تل وې په لمانځه پراته
29.01.2011
- محمدحنيف حيران
ګوره نۀ ورسره توره اونۀ ډال شتهد رقیب پرضد ې بیا هم جنګ ته خیال شته
په دې مځکه ثاني نشته د سرتېريپه اسمان کې ېي په ستوریو کې مثال شته...
12.02.2011
- محمدحنيف حيران
زه چې تا ته ملامت شم ته پر حق یېزه چې تا ته شم پر حقه، نو ته پړ شېبس د شنه ژمي اسمان یې بې باورهکله شین شې، کله تور شې کله خړ شې ٪٪٪کله عقل شې، چې مونږ درباندې بر یوکله زړه غوندې، چې ته راباندې زور شېزه که اور شمه لمبه شمه هم ته بهپه نرمۍ لکه اوبه را باندې زور شې ...