ګوره نۀ ورسره توره اونۀ ډال شته
د رقیب پرضد ې بیا هم جنګ ته خیال شته
د رقیب پرضد ې بیا هم جنګ ته خیال شته
په دې مځکه ثاني نشته د سرتېري
په اسمان کې ېي په ستوریو کې مثال شته
په اسمان کې ېي په ستوریو کې مثال شته
سرچې لوړوي که په دې کې یوجلال وي
سر چې غوڅ شي نو په دې کښې یوجمال شته
سر چې غوڅ شي نو په دې کښې یوجمال شته
دا د چا د سترګو تور ورباندې ښخ دي
چې په دواړواننګودې یو یو خال شته
چې په دواړواننګودې یو یو خال شته
د پښتو د غزل مځکه شاړه نۀ ده
په قلم کښې بلا زور د کليوال شته
په قلم کښې بلا زور د کليوال شته