ورځ به ماښام شي بيا به شپه شي
شپه به له کاله پرې اوږده شي
ورته به ګرانه ګوزاره شي
جانان چې ځي په مخ دې ښه شي
زړه يې زما په زلفو بند دى رابه شينه

 

جينۍ له قهره تکه سره شوه

ښکلې ښايسته لکه مڼه شوه

تاو لکه شنه سره زرغونه شوه

په تناره لمبه کږه شوه

تر شا يې وسول د اوږدو زلفو سرونه

  

عمر به دغسې خپل ډېر کړم
يو څه موده به دې پاک هېر کړم
زړه به په پړو کې راګېر کړم
يو کال به بل وطن کې تېر کړم
چې ستا د حُسن دوران تېرشي رابه شمه

 

خدای خبر نن ولې ړنده شـــوم
ښه ويښه ناسته وم ويده شوم
تاته درتلم ځانته ستنه شوم
په سفر تلې درجګه نه شوم
ما دې خدای شله کړي په دواړه ځنګنونه

 

 په سرو لمبو باندې ګډيږي
له خپله سره پرې تيريږي
سل وارې مري خو ژوندی کيږي
په مورچل هغه سړی خيږي
چې يا مين وي يا يې پېغله ناسته وينه