مړ به مې كړې ياره ګلالى به شې
 ډېر كه درته وګورم لالى به شې 

 ځانته سپيلني لوګى كوه ياره
 سترګې ليونۍ دي لېونى به شې

يار مې كاڼي زړه ته داسې وويل
 راغلې كه په ګوتو نو غمي به شې

نور ورباندې پوى نه يم رقيبه خو!
 هغه تپان وويل سړى به شې
 ****