بې ژبې يو خو ورد ستا د نامې کوو اوس هم

تمثیل د ژوند د ستړې ډرامې کوو اوس هم
په کلي کې ټوپکې ګرځوو یو پښتانه
په کور کې تلاوت د جنګنامې کوو اوس هم
له څڼو او رخسار سره دې لا هم لرو تار
شوګیر کوو د شپې،خوب د غرمې کوو اوس هم
ګریوان او لمن چیرته؟خو په یاد ستا د بڼو
د خپلو پرهرونو نه جامې کوو اوس هم
هوښیار نکړو مرګونو خاتمو هم د الفت
تکل د یوې نیمې پیلامې کوو اوس هم
درمله لیوني یو د بنګړیو د شرنګا
له ځان سره مړژواندې زمزمې کوو اوس هم
۱۲-۶-۸۹
کابل-چهارصدوبستر