ځاييږو نه ستا زړه کې زه او سیوری
ډوبيږو په وياله کې زه او سیوری
سجدې زمونږ د دواړو په يو رنګ وي
ژړيږو په مانځه کې زه او سيوری
له کلي څخه لرې خدای  ته راغلو
ترې غواړو يې په غره کې زه او سيوری
باور زمونږ   د  دواړو رڼايي ده
روان يو که تياره کې زه او سيوری
ستامينه ماتوم پرې دنګه ياره
راووځو لمر خاته کې زه او سيوری
د خپل احساس آسمان مو ښه راټيټ  کړ
توديږو پرې ساړه کې زه او سيوری
له نورو سره ژاړو چې ژړا وي
ګډيږو  خپل واده کې زه او سيوری
ميږي ته موهم خيال  وي چې روان يو
احتياط کوو هر څه کې زه او سيوری.
 
15 جنوري 2011 ‌‌ء کال ـ  پکتيا، ګرديز