نوره مې که هیڅ نشته پروا خدایکه مې هیره شي
ستا هغه په تلو تلو کې خندا خدایکه مې هیره شي
خدایزده چې به څومره نورې شپې په ویښه تیرې کړم
شپه چې مو کړه تیره تر سبا خدایکه مې هیره شي
ټوله ورځ سلګۍ،اوښکې او سر په زنګنو ایښی
هغه ورځ هم تیره شوه په ما خدایکه مې هیره شي
څنګه به د مخ په بله واړاو غریو به ونیوې
ستا هغه په نه کیسه ژړا خدایکه مې هیره شي
وشي که پوښتنه رانه ستا په ځنکدن کې زما
زه (صابر) به ووایم همدا خدایکه مې هیره شي
عصمت الله صابر پکتیا پوهنتون
15.01.2011
- محمدحنيف حيران
ځاييږو نه ستا زړه کې زه او سیوریډوبيږو په وياله کې زه او سیوریسجدې زمونږ د دواړو په يو رنګ ويژړيږو په مانځه کې زه او سيوریله کلي څخه لرې خدای ته راغلوترې غواړو يې په غره کې زه او سيوریباور زمونږ د دواړو رڼايي دهروان يو که تياره کې زه او سيوریستامينه ماتوم پرې دنګه يارهراووځو لمر خاته کې زه او سيورید خپل احساس آسمان مو ښه راټيټ کړتوديږو پرې...
19.01.2011
- محمدحنيف حيران
نوی کال
په ژوند مين یو عجيبه خلک یوژوند ته ورځو له مرګه تېښته کوود لا شعور کيسې به دغسې ويخو حقيقت ته هيڅوک زير نه دياصل کې مونږ د ژوند برعکس روان يومرګ ته ورځو له ژونده تېښته کوود ژون...