چې اوسي د تر څو راته په زړه کې فاصله
تر هغه به مو وي په ژوندانه کې فاصله
په تا پسې لاس ایخوا دیخوا وړمه لکه ړوند
ته چرته یې ښکاریږي نه په شپه کې فاصله
د خپل تصویر نه هم د بوسې ویره لري ښايی
پریږدي هر وخت په ځان او ایینه کې فاصله
ستا زړه د عشق ماڼۍ او زما زړه له عشق کباب
ښکاره ده په مسجد او بتخانه کې فاصله
ښایست تا د یوې ادا که ټول کړمه نو دا به
انداز کړم د سپوږمۍ نه ان تر ځمکې فاصله
کبیر ریحان خوست
30.12.2010
- محمدحنيف حيران
كلونه وروسته له سفره ځنېتازه تازه ومه راستون كلي تهد خپل ارمان پښتون پښتون كلي تهكلونه وروسته مې ملګرو سرهتازه كړل هغه پخواني يادونهلكه زمونږه لېوني يادونهورځ مو تمامه كړه نارامه تېرهله شنه سهاره تر ماښامه تېرهد پېښور په خيالي ګر ښار كېجوپې جوپې لكه دسيند څپېروان وو خلك سمندر ښار كېحيات آباد، باغ ناران ته لاړوپه تاتره كې ښه ډېر وځنګيدوبالا حصار، لكه آ...
15.01.2011
- محمدحنيف حيران
ځاييږو نه ستا زړه کې زه او سیوریډوبيږو په وياله کې زه او سیوریسجدې زمونږ د دواړو په يو رنګ ويژړيږو په مانځه کې زه او سيوریله کلي څخه لرې خدای ته راغلوترې غواړو يې په غره کې زه او سيوریباور زمونږ د دواړو رڼايي دهروان يو که تياره کې زه او سيوریستامينه ماتوم پرې دنګه يارهراووځو لمر خاته کې زه او سيورید خپل احساس آسمان مو ښه راټيټ کړتوديږو پرې...