كلونه وروسته له سفره  ځنې
تازه تازه ومه راستون كلي ته
د خپل ارمان پښتون پښتون كلي ته
كلونه وروسته مې ملګرو سره
تازه كړل هغه پخواني يادونه
لكه زمونږه لېوني يادونه
ورځ مو تمامه كړه نارامه تېره
له شنه سهاره تر ماښامه تېره
د پېښور په خيالي ګر ښار كې
جوپې جوپې لكه دسيند څپې
روان وو خلك سمندر ښار كې
حيات آباد، باغ ناران ته لاړو
په تاتره كې ښه ډېر وځنګيدو
بالا حصار، لكه آسمان ته لاړو
په شاهي باغ كې مو اتڼې وكړې
جليل كباب او د چرسي كړايي
نمك منډي كې افغاني كړايي
د كارخانو بابا ولي كړايي
خداى خبر نن راباندې څه شوي وو
سړي خواره وو او كه څه بلاوې
لكه د تورې شپې د غره بلاوې
چې په خوړلو باندې نه مړيدو
په ګډيدلو باندې نه مړيدو
خوږو غزلو باندې نه مړيدو
•   *   *   *   *   *    *  *
شپه ده تياره ده غلى غلى راغلم
وره كې ورګورم پلار مې ونه ګوري
ځكه مې ټوله ورځ موبايل بند و
ما ويل چې پلار بيا راته  كار ګوري
مور مې دې خداى راته ژوندۍ لري
خلكو متل بې ځايه نه دى كړى
چې پلار په كور كې نشته
له موره ډار نشته دى
ستړى ستومانه بې له ځنډه ځنې
د خوب خوږې ښاپېرۍ غېږه راكړه
بيا تر سهاره په ځان پوى نه يمه
وړې وړې ښاپېرۍ غېږه راكړه
سهار وختي يو چا له خوب پورته كړم
ما ويل كه ګرانه خوږه مور مې ده
ماته به وايي چې مانځه ته جګ شه
ګورم همكار مې د دفتر ولاړ و
ويل يې ناوخته دى رسميت شروع دى
ته لا اوده يې او خوبونه كوې.

  پكتيا، ګردېز  ۲۵ دسمبر  ۲۰۱۰ م كال