راځه چې بل کړو د خندا پيلوځى
څه به شي ستا او څه زما پيلوځى
راځه چې ورټو جفا او کرکه
بل کړو د ميني او وفا پيلوځى
دواړو روڼې به وي تيارې مو د ژوند
که تا ويل ستا ما ويل ستا پيلوځى
دی نری بادپه ګل دي اوراورکي ناست
ته وا پرۍ وړي په هوا پيلوځى
تيارې چې بل يې نه کړو عار يې ګڼو
آن له ماښامه تر سبا پيلوځى
چې وينه تويه کړي ديدين له پاره
بلوي هغه په رښتيا پيلوځى
واړه تيارې به يې سلام کړي خدای به
بيا کړي پېرزو په اريانا پيلوځى
خوښي زغمی نشي زړګی د ريان
چې يې وطن ته وړي اشنا پيلوځى
28.12.2010
- محمدحنيف حيران
سر كې مې تر اوسه جنون پاتې دى خوب ته مې يوازې ځنګون پاتې دى
زور يې د ليلا د حسن وګڼهاوس هم چې لا نوم د مجنون پاتې دى
ښكلي ته كيسه د مينې مه كوهښكلى لا هغسې پښتون پاتې دى
مينې ته مې زړه كيږي پوهې...
30.12.2010
- محمدحنيف حيران
كلونه وروسته له سفره ځنېتازه تازه ومه راستون كلي تهد خپل ارمان پښتون پښتون كلي تهكلونه وروسته مې ملګرو سرهتازه كړل هغه پخواني يادونهلكه زمونږه لېوني يادونهورځ مو تمامه كړه نارامه تېرهله شنه سهاره تر ماښامه تېرهد پېښور په خيالي ګر ښار كېجوپې جوپې لكه دسيند څپېروان وو خلك سمندر ښار كېحيات آباد، باغ ناران ته لاړوپه تاتره كې ښه ډېر وځنګيدوبالا حصار، لكه آ...