سر كې مې تر اوسه جنون پاتې دى
خوب ته مې يوازې ځنګون پاتې دى
زور يې د ليلا د حسن وګڼه
اوس هم چې لا نوم د مجنون پاتې دى
ښكلي ته كيسه د مينې مه كوه
ښكلى لا هغسې پښتون پاتې دى
مينې ته مې زړه كيږي پوهېږم نه
څه وكړمه څومره ژوندون پاتې دى
درد دى شبګيري دي مينې مړ شومه
ستا د وصل لاهم ازمون پاتې دى ؟
نه ښكاري په دې لارو كې ستا پلونه
ځم درپسې وخته لټون پاتې دى
نه لرم بې تا مينې كيسه د ژوند
ستا په سر مې دغه مضمون پاتې دى
دا تپان او هجر سره بېل نه دي
نن يې هم په څېر د پرون پاتې دى
25.12.2010
- محمدحنيف حيران
له غرېوه ډکه ده جينۍ، مور ورته څه ويلي
کوي وړې وړې سلګۍ، مور ورته څه ويلي
زه لکه بت په اوږد نظر اوس هم ورګورم ورته...
30.12.2010
- محمدحنيف حيران
راځه چې بل کړو د خندا پيلوځىڅه به شي ستا او څه زما پيلوځىراځه چې ورټو جفا او کرکهبل کړو د ميني او وفا پيلوځىدواړو روڼې به وي تيارې مو د ژوندکه تا ويل ستا ما ويل ستا پيلوځىدی نری بادپه ګل دي اوراورکي ناستته وا پرۍ وړي په هوا پيلوځىتيارې چې بل يې نه کړو عار يې ګڼوآن له ماښامه تر سبا پيلوځىچې وينه تويه کړي ديدين له پارهبلوي هغه په رښتيا پيلوځىواړه تيارې به...