هغه ما شوم وينې چې په لاس كې يې ډبره ده
وړې يې له شونډو چا د حق او ژوند سندره ده

وركړي مېږتون ته بيا وزرې چې خداى قهر شي
څومره مو له تاسو دنياوالو مقام غوره ده

واړه ارمانونه به د ژوند ترې لولپه كړمه
چا كه راته وويل چې ځه ښوونځى له سره ده

مينه د ايمان او د پښتو مې كمېدى نه شي
لار د جهالت زموږ د كلي ډېره بره ده

ته د مقناطیس يوه خوا زېرى يې دابل لورى
نه به يو ځاى كيږو بس ترمنځ مو دا خبره ده