تاته نندارې کې سړی بند راشي
يوې نيمې کيسې کې سړی بند راشي
زور يې تر مکان او لامکانه وي
مينې ته جذبې کې سړی بند راشي
هيښې يې شي سترګې د ښکلا زور ته
ځينې وخت آيينې کې سړی بند راشي
ژوند يې د ښکلا تر ژونده ډېر زيات وي
تا سره وعدې کې سړی بند راشي
څنګه يې په زوره باندې هېر کړمه؟
څه به وايم دې کې سړی بند راشي
مينه لکه روح سړی حيرانه کړي
دغسې قضيې کې سړی بند راشي.
02.12.2010
- محمدحنيف حيران
هغه ما شوم وينې چې په لاس كې يې ډبره ده وړې يې له شونډو چا د حق او ژوند سندره ده
وركړي مېږتون ته بيا وزرې چې خداى قهر شيڅومره مو له تاسو دنياوالو مقام غوره ده
واړه ارمانونه به د ژوند ترې لولپه كړمه چا كه راته وويل چې ځه ښوونځى له سره ده
مينه د ايمان او د پښتو مې كمېدى نه شي لار د جها...
09.12.2010
- محمدحنيف حيران
کله غوښتل مې چې سفر ته وزموړاندې تر دې خدای پاماني چې وکړملومړی مې مور ته ټينګه غاړه ورکړهبيا مې د مور سترګو ته ښه وکتلچې يې په زړه کې زما دپاره ژړلما يې په سترګو کې دنيا نه زياته مينه ليدهپه دې دنيا مې له هر چا نه زياته مينه ليدهله يوه عادل وزير پاچا نه زياته مينه ليدهداسې به نه وايم توبه مې دې ويچې مې له رب او له الله نه زياته مينه ليدهزړه مې که هر څو له ژړا راډک ؤخ...