چې يې موږ بولو ښاغلي
خلكو وپېژنۍ ښكلي
خدايه! دا ازار ګټلي
كسان وايي شكر، شكر

بس هرچا ته يې ښكاره كړو
زمانې ته يې جنډه كړو
چې يې موږ نينه،نينه كړو
خوبان وايي شكر، شكر

غوړګې، غوړګې راختلي،
هغه سرۀ، سرۀ غوړيدلي
ستا په لار كې ټوكيدلي
ګلان وايي شكر، شكر

هغه تل كړي بدې چارې،
هغه نه كوي ښې چارې
كوم سړى چې كړي بې لارې
شيطان وايي شكر، شكر

ورخطا يم زړه مې سوځي،
په ژړا يم زړه مې سوځي
زه چې وايم زړه مې سوځي،
جانان وايي شكر،شكر

له هر خوا چې ورته راشي،
لنډه دا چې ورته راشي
هر اشنا چې ورته راشي،
ميران وايي شكر، شكر