پاتې شه شپه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي 
ګوره خطره ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي
داسې به هر وختې په نه خبره سر نه نيسې 
دا يارانه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي
شپه ده ، باران دی ، زه او ته يو او سپرلی د ځوانۍ 
لاره اوږده ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي
غم ، خوشحالي ، درد او خفګان وېش د ليکوال وګڼه 
ژوند ډرامه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي
ستا له ژړا نه ځار ، خولګۍ به درنه بيا نه غواړم 
زما توبه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي
چوپه چوپتيا ده ، غاړه را ؛ خو پام چې غږ ونه کړې 
ډيوه هم مړه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي
جلاله ! ته دې له دې خپل عمل نه ولې نه اوړې ؟ 
جلۍ وړه ده ، دې کې سل رنګه خبرې راځي
جلال امرخېل - بلجيم
 
		
			
					
					
						
							25.07.2009
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					له درده ځنې ډک او د درمان غوندې سړیخوښيږي مې دنيا کې د انسان غوندې سړیچې کلک وي له فولادو او تکيه وي لکه غرمزه کړي د اوبو په شان روان غوندې سړیپه ښکليو کې ترې ښکلی په ظلم کې ظالم ترېپيدا مې بيخي نکړ د جانان غوندې سړیچې زه او مينه دواړه ورته ګران يو لکه ژوندالله ته داسې راکړې مهربان غوندې سړیغذب يې لکه تندر او ژړا لکه بارانجوړيږي کله کله د آسمان غوندې سړیروانې دي د شعر ترې چينې ويالې ويالېپيدا به...
			 
			
					
					
						
							07.08.2009
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					سپوږمۍ مې بېګا وليده بربنډه لېونۍآدې ته مې وروکړله ژر منډه لېونۍخاونديې د خپل زوی په بدو مړ کړو ترېنه چاپه کلي کې يې بولي خلک کونډه لېونۍله زاڼوکټوري غوښتل و، تا نه د وفازه هسې درته هاغه ورځ وم رنډه لېونۍنارې مې خوب کې تا او کلي ټولو اورېدېولاړه وم د سيند په لويه څنډه لېونۍپه پښو باندې به لوڅ يې پر سر به دې کفن ويځارېږې به له خپلې غونډې منډې لېونۍګيله له بې وفا اشنا نه مه ک...