له درده ځنې ډک او د درمان غوندې سړی
خوښيږي مې دنيا کې د انسان غوندې سړی
چې کلک وي له فولادو او تکيه وي لکه غر
مزه کړي د اوبو په شان روان غوندې سړی
په ښکليو کې ترې ښکلی په ظلم کې ظالم ترې
پيدا مې بيخي نکړ د جانان غوندې سړی
چې زه او مينه دواړه ورته ګران يو لکه ژوند
الله ته داسې راکړې مهربان غوندې سړی
غذب يې لکه تندر او ژړا لکه باران
جوړيږي کله کله د آسمان غوندې سړی
روانې دي د شعر ترې چينې ويالې ويالې
پيدا به بل يو نه شي د ( کاروان ) غوندې سړی
دنيا او اخرت به دې پرې جوړ شي پکتيانۍ
په زړه کې دې که ځای کړ د ايمان غوندې سړی.
دنيا د ځان ځاني ښامار خوړلې پکتيانۍ
هيچا هم پيدا نکړلو د ځان غوندې سړی.


پېښور حيات آباد، ٢٤ جولايي ٢٠٠٩