د پرهر څړيکې په شور شي ، پټ دردونه پرې درانده شي
هديرې شي غوڅې ، غوڅې چې روحونه پرې درانده شي
محبت چې سړی مات کړي ، اندامونه پرې درانده شي
خپل وجود ورباندې بار شي ، خپل لاسونه پرې درانده شي
د قاتل تخت به ډوبيږي ، که مقتل ډک شي له وينو
او رسۍ به د دار شليږي ، که سرونه پرې درانده شي
چې د زړه په درد شي پورته ، ورته تاب وبايلي غرونه
منعکس يې کړي صحرا ته ، اوازونه پرې درانده شي
نور سينګار ته حاجت نه شته ، يو شين خال پر تندي پرېږده
هر تصوير بدرنګه کيږي ، چې رنګونه پرې درانده شي
ستا غمونه دې انبار وي ، او جلال دې وي يوازې
هغه سترګې دې ړندې شي ، چې ګلونه پرې درانده شي

جلال امرخېل - بلجيم